اقتصاد

حامد کرزي او راجا پرویز اشرف د سولې، اقتصادي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

کابل باختر د چنګاښ ديرشمه

افغانستان ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان صدراعظم راجا پرویز اشرف ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس لخوا رسمي او تود هرکلی وشو.

وروسته د افغانستان، پاکستان او برېتانیا مشرانو په دری اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ او په افغانستان، پاکستان او سیمه کې یې د سولې او امنیت د ټینګښت او دغه راز د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.

له درۍ اړخیزې غونډې وروسته د پاکستان صدراعظم په هغه غرمنۍ مېلمستیا کې برخه واخیسته چې دده په ویاړ د افغانستان د جمهور رئیس لخوا برابره شوې وه او د هېواد ځینو جهادي او سیاسي مشرانو او په کابل کې یو شمېر مېشتو کور ډیپلماتیکو غړو پکې ګډون کړی و.

وروسته د افغانستان او پاکستان مشرانو په دوه اړخیزه غونډه کې وکتل او  د دواړو هېوادونو تر  منځ یې د همکاریو د پیاوړتیا، له تروریزم سره د ګډې مبارزې، اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان په رول خبرې اترې وکړې.

ورپسې د افغانستان جمهور رئیس او د پاکستان صدراعظم په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ.

د هېواد جمهور رئیس د پاکستان صدراعظم ښاغلي راجا پرویز اشرف ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې وویل: لکه پخوا مې چې ویلي دي، افغانستان او پاکستان غبرګولي وروڼه هېوادونه دي، ګټه او تاوان یې سره شریک دی، په تېرو دېرشو کلونو چې کله افغانستان په مشکلاتو او ستونزو کې و، پاکستان هم په دغو مشکلاتو او ستونزو کې و، چېرې چې افغانستان دردېدلی دی، ډېر ژر پاکستان هم دردېدلی دی او کله چې پر افغانستان باندې د تروریزم بریدونه وو، ډېر ژر مو ولیدل چې پاکستان هم د کړاو او رنځ سره مخامخ شو.

حامد کرزي د پاکستان له صدراعظم سره په کتنه کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه وویل چې موږ ددوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا، په افغانستان او پاکستان کې د تروریزم د له منځه وړلو، اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه خبرې اترې وکړې.

دغه راز حامد کرزي د افغانستان، پاکستان او انګلستان تر منځ  ددرۍ اړخیزې غونډې په اړه وویل: په دې درۍ اړخیزه غونډه کې د پاکستان او انګلستان له مشرانو سره یو ځای مو د سولې، له تروریزم سره د مبارزې او په سیمه کې د امن په اړه خبرې وکړې، په دې برخه کې مو د سولې د عالي شورا او سعودي عربستان هڅې وستایلې او په راتلونکي کې ددغو هڅو ددوام غوښتنه وشوه.

حامد کرزي خبر ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس او یو شمېر غړي پاکستان  ته سفر وکړي تر څو د هغو مواردو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي چې نن په درۍ اړخیزې غونډه کې ورباندې بحث او موافقه شوې ده.

په دې مطبوعاتي کنفرانس کې د پاکستان صدراعظم کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان د جمهور رئیس له تود هرکلي او ګرمې مېلمه پالنې څخه مننه وکړه، ویې ویل چې افغانستان او پاکستان دوه مسلمان او وروڼه هېوادونه دي چې ګډ دین، کلتور او فرهنګ لري.

ده زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان ننګونې او فرصتونه هم مشترک دي او ددوی راتلونکی او برخلیک له یو بل سره تړل شوي دي.

د پاکستان صدراعظم ددې په ترڅ کې چې په افغانستان کې سوله او ثبات، په پاکستان کې د سولې او ثبات په معنی دي، وویل چې پاکستان په افغانستان کې ددغه هېواد په مشرۍ د سولې او پخلاینې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

د هېواد جمهور رئیس د هند او یو شمېر هېوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو د سندونو د لاسلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې  وویل چې د  امریکا په شمول له نورو هېوادونو سره د افغانستان لخوا د اوږد مهالو ستراتیژیکو سندونو لاسلیک کول به له پاکستان سره په اړیکو باندې اغېز ونکړي، زموږ او د پاکستان تر منځ اړیکې ځانګړی ماهیت لري، دا هغه ماهیت دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې لا پیاوړي کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته