امنیت

درې تنه تروريستان په کندز ولايت کې دافغان ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شو .

کابل باختر دسلواغې يوولسمه :
درې تنه تروريست طالبان تيره شپه په کندز ولايت کې په يو هوايي بريد کې ووژل شو .
د٢٠٩ شاهين قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي .
  دکندز ولايت دمرکز په شمال حاجي نواب سيمه کې دامنيتي ځواکونو  دهوايي  بريدونو له امله درې تنه وژل شوي څلور تنه ټپيان او د ډار اچوونکو يوپټنځى  ويجاړ شوى دى .
  دغه راز دکندز ولايت دخان اباددلويې لارې  دخواجه پسته او دآدم خان ددوکان دکلي ترمنځ دداعش په ډلې پورې اړوند دعبدالله او عبدالوکيل  په نومونو دوه تنه غړي دهېواد دامنيتي ځواکونو له خوا له يوتومانچې ، دوه نقابونه او دداعش له يو بيرق سره نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته