سیاست

جمهوررئیس غني د قیصار – لامان سړک د لومړۍ او دویمې برخې کار رسمي ډول پرانيست

کابل باختر دليندي  نولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني بادغیس ولایت ته په ننني سفرکې د قیصار-لامان  حلقوي سړک د لومړۍ او دویمې برخې کار په رسمي ډول پرانيست.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د پرانیستې په دغو مراسمو کې د فواید عامې وزیر یما یاري، د دې وزارت معینانو، د جمهوري ریاست یو شمېر سلاکارانو، په ملي شورا او ولایتي شورا کې د بادغیس د خلکو استازو او  د دې ولایت سیمه ییزو مسوولینو حضور درلود، د هېواد جمهوررئیس د پټۍ په پرې کولو سره د یادې پروژې کار پرانیست.
په ملي شورا کې د بادغیس د خلکو استازو او د دې ولایت خلکو د افغانستان د حلقوي سړک د کار پرانیسته دخلکو پخوانۍ هيله وبلله او لویو زیربنایي پروژو ته د پاملرنې  په ځانګړي ډول د دغې پروژې د پرانیستلو له امله یې د جمهوررئیس قدرداني وکړه.
د هېواد جمهوررئیس په دغو مراسمو کې په پرمختیایي بهیر کې د خلکو د رول پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ وویل، محروم  ولایتونه د حکومت د برنامو په لومړیتوبونو کې قرار لري او موږ  خپلو هېوادوالو ته د هوساینې او اسانتیاو د برابرولو او پرمختیایي پروژو د تطبیق په خاطر خپلو هر اړخیزه هڅو ته دوام ورکوو.
د یادونې وړ ده چې د قیصار-لامان سرک لومړۍ او دویمه برخه د افغانستان د ۲۳۳ کیلومتره حلقوي سړک ۸۲ کیلومتره جوړوي چې لومړۍ برخه یې ۳۴ کیلومتره او دویمه برخه یې ۴۸ کیلومتره اوږدوالی لري چې په ۹۱۳ ورځو  کې به بشپړ شي.
یاده پروژه په بادغیس ولایت کې موقعیت لري چې د هېواد په دننه  کې به د ترانزیټې لارو د لنډېدو او اشتغال تر څنګ د سیمه ییز اتصال زمینه هم برابره کړي او د افغانستان د حلقوي سړک د پروژې په  بشپړ تطبیق سره له دې لارې سویلي اسیا له مرکزي اسیا سره نښلول کېږي.
دغه راز جمهوررئیس محمداشرف غني د ښځو سوداګریز مارکیټ چې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې نوی جوړ شوی دی، رسمي ډول پرانيست او په سوداګریز بهیر او پانګونه کې یې د ښځو په لا ډېرې ونډې ټینګار وکړ.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته