فرهنګ

دمطبوعاتو دازادې دنړيوالې ورځې په مناسبت داطلاعاتو او فرهنګ دوزير څرګندونې

کابل باختر د ثور ديارلسمه
دمطبوعاتو  دازادي دنړيوالې ورځې په مناسبت  درسنيو داستازو په وړاندې  داطلاعاتو او فرهنګ دوزير عبدالباري جهاني څرګندونې  چې نن يې دمطبوعاتو دنړيوال تالار په مرکز کې وکړې .
دهيواد ټولو خلکو ته دمطبوعاتو دنړيوالې ورځې يا دمطبوعاتو دازادي  دنړيوالې ورځې مبارکي وايم . ځان نيمګرغه احساسوم چې دلومړى ځل لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت داطلاعاتو او فرهنګ دوزير په حيث دمطبوعاتو  په دې مبارکه ورځ کې او په دې مراسمو کې برخه اخلم .
لکه څنګه چې ددفاع وزارت ، داخله وزارت او دامنيت لوى رياست ددې هيوادله سرحدونو څخه دفاع اوپه دې هيواد کې دمصوونيت  دقايمولو مسووليت لري په هغه اندازه باندې مطبوعات هم مهم دي او ددې هيواد له کلتوري ارزښتونو څخه ددفاع په لاره کې ددوى رول تر هرڅه مهم دي
يواځې مطبوعات دي چې ددې دکلتور ساتنه کولاى شي  . له نيکه مرغه  موږ داسې يو نظام لرو چې په هغه کې دمطبوعاتو ازادي ډيره محترمه شميرل کيږي او زه ګومان کوم  په نړۍ کې به يا هيڅ هيواد اويا ډير لږ داسې هيوادونه وي چې په دومره لږ وخت کې به دومره زيات پشيرفت کړي وي  دمطبوعاتو دازاي په برخه کې .
داچې څوکلونه مخکې په ياد دي چې په دې هيوادکې مطبوعات تقريبا موجود نه واويا که موجود و دنشي په حساب  و او اوس په کابل کې دهر چا څخه تاسې پوښتنه وکړئ دورځپاڼو او دمجلو حساب نه شي درکولى .
په هيواد کې ماشاالله  په هر ښار کې په لس هاو ورځپاڼې خپريږي او دازموږ دمطبوعاتو  دازادۍ بهترين شاهد دي .
موږ دحکومت دپاليسي يوه څرګندونه په يومثال کې  موږ تاسوته وايو چې په صراحت باندې ليکل شوي دي (  هر شخص حق ازادي فکر وبيان را دارد ، طلب صلح و انتقال معلومات اطلاعات و نظريات درحدود احکام  قانون بدون مداخله  ازطرف  مسوولين دولتي شامل اين حق است که اين حق در برگيرنده  فعاليت ازاد وسايل ، دريافت پخش  توضيح ومعلومات نيز ميباشد .
دولت ازادی  رسانه های همه گانی را حمایت ، تقویه  وتضمین مینماید هیچ شخص  حقیقی یا حکمی به شمول دولت وادارات غیر  دولتی نمیتواند فعالیت ازاد رسانه های خبری یا معلوماتی را منع تحریم یا محدود نموده ویا طوری دیگرى امور نشرات رسانه های همه گانی  ومعلوماتی  مداخله نماید مگر مطابق  احکام این قانون )
البته  هغو مره چې دمطبوعاتو دکنترول اوسانسور  برخه دهيواد ملاماتوي هغه اندازه هم په مطبوعاتو کې بې بندو باره ازادي هيواد ته حتي له سانور زياته صدمه رسوي .  که چيرې  مطبوعات او ژورناليستان دهيواد ملي شعور ملي ارزښتونه ديني ارزښتونه ونه ساتي هغو ته احترام  ونه کړي نو حکومت  حق لري چې بايد له هغوى څخه پوښتنه وکړي اويا مثلا  داشخاصو تور اويا داشخاصو بې ځايه بدنامول دځينې ورځپاڼې يا مطبوعات  خپله پيشه وګرځوي اويا هغه ته مخه کړي چې هغه البته تاداکار کړي  په قصدي بدله شي  هغومره چې حکومت دمطبوعاتو  دازاي دساتلو مسووليت لري دغه راز حکومت داشخاصو دساتلو مسووليت لري او داشخاصو  د ترور دمخنيوي مسووليت لري .
يومثال  چې البته يوڅه مشخصي کيږي دمثال په ډول په دې وروستيو ورځو کې يا پرون يا وړمه ورځ کې ځينو ورځپاڼو  زما په نامه باندې مضامين خپاره کړل په هغه کې له بده مرغه ليک  نه نږدې کلمات استعمال کړي و يواځې زما په ادرس نه بلکې داطلاعاتو فرهنګ وزارت دتخطيو  دمطبوعاتو او دتخطيو  دکميسيون په عنوان باندې  همه عين شان ليکلي و او په هغه کې ليکلي و چې جهاني بهر ته دځينو کتابونو دوتلو مخنيوي کړى دى
په داسې حال کې چې ما په هغه فيصله کې  اصلا برخه نه درلوده  ما اصلا هغه کتابونه ليدلې نه و، زه اصلا دهغو کتابونو په نومونوباندې خبر نه وم چې داکتابونه څه نوميږي  چاليکلي دي ولي راګرځول  شوي دي .
مګر زما په ادرس باندې دوى ددې څلور مقالي ليکل شوي او چې  څه الفاظ  يې په وس يې برابرو هغه يې استمال کړي و نوکه داسې مطبوعات اشخاصو ترور ته مخه کړي دولت مسووليت لري چې ددغه ډول ترور ددغه ډول بې مسووليته دليکنو مخه راوګرځوي هغه داچې مخکې ما درته وويل چې لکه څرنګه چې دمطبوعاتو دازادي  مسووليت دفکر دازادي مسووليت لري دغه راز اشخاصو او دخپل ملي شووناتو او دديني مقدساتو باندې دتخطي  او تجاوز  څخه دمسووليت حق هم لري . 
نوزه  دويلو څه نه لرم ژوندي واوسئ دمطبوعاتو ملي ورځ دې ټول هيوادته نيکمرغه  وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته