سیاست

دسياسي ګوندونو دانتخاباتي طرحې دڅيړنې دڅلور اړخيزې ګډې کميتې غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د زمري شپږمه : دجمهوري رياست ددويم مرستيال استاد سروردانش په مشرۍ دسياسي ګوندونو ، انتخاباتي کميسيونونو ، نړيوالې ټولنې او دحکومت داستازو په ګډون دسياسي ګوندونو دانتخاباتي طرحې دڅيړنې دڅلور اړخيزې ګډې کميټې غونډه نن دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه . دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دغه غونډه دجمهوري رياست دمقام له لارښوونې وروسته جوړه شوه چې دانتخاباتو په باب دسياسي ګوندونو له خوا وړاندې شوې طرحه وڅيړل شي . په دې وروستيو وختو کې ديوشمير سياسي ګوندونوله خوا يوه انتخاباتي طرحه حکومت ته وړاندې شوه . په دې طرحه کې دنه انتقاد وړ واحد دراى له نظام sntv په څو اړخيز نظام MDR دانتخاباتي نظام بدلون دبايو ميتريک له تکنالوژى څخه کار اخستل او دګوندونو او دبيطرفو مدني بنسټونو اغيزمنه څارنه پيشنهاد شوې ده . ددې کميټې په لومړي غونډه کې چې نن جوړه شوه دګوندونو له خوا وړاندې شوې طرحه له بېلابېلو اړخونو او زاويو څخه دغوندې دغړو له خوا وڅيړل شوه او دطرحې په باره کې دګډون داستازو نظريې وړاندې شوې . دجمهور رييس مرستيال د( رڼو ) سراسري او عادلانه انتخاباتو ترسره کول دافغانستان دټولوخلکو غوښتنه بلله او زياته يې کړه چې حکومت دسياسي ګوندونو دانتخاباتي طرحې دڅيړنې لپاره ، لازم تيارى لري . ټاکل شوې د ه دانتخاباتو په باب دسياسي ګوندونو د طرحې دلازياتې څيړنې لپاره دڅلوراړخيزې ګډې کميټې غونډې هماغه شان دوام ومومي . په نننۍ غونډه کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر صياد ، دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون مرستيالې حميرا حقمل دانتخاباتو دکميسيون عملياتي ، مالي او اداري مرستيالانو دجمهوري رياست ستر سلاکار فضل محمود فضلي ، داحصائيې او معلوماتو دادارې رييس احمدجاويد رسولي ، دوګړو داحوالو دثبت دادارې تخنيکي مرستيال محمد ويس پاياب ، دماليې وزارت دبودجې رييس زاهد همدرد او دعدليې وزارت دتفنين رييس عبدالحميد غني زاده شتون درلود . په دې غونډه کې دغه راز نور رحمان اخلاقي دجمعيت اسلامي ګوند په استازيتوب ، اسد الله سعادتي دافغانستان دوحدت اسلامي ګوند په استازيتوب ، محمد اقبال عزيزي ، محمد ناطقي دافغانستان دخلکو داسلامي وحدت ګوند په استازيتوب ، حميد الله قواچي داسلامي ملي غورځنګ دګوند په استازيتوب ، همايون جرير داسلامي ګوند په استازيتوب او نادر حساس دافغان ملت ګوندپه استازيتوب ګډون کړى و . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته