ورزش

توحيد پامير ته ماتې ورکړه .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
دفوټبال  دالف ډلو  سياليو پرون په کابل کې  په يوې لوبې سره دوام وموند .
دکابل دفوټبال  فدراسيون  مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر اژانس خبريال ته وويل دپامير او توحيد دټيمونو ترمنځ لوبه  ددوو په وړاندې په دريو سره دتوحيد ټيم په ګټه پاى ته ورسيده .
دغه سيالۍ  دڅوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي  کې  پيل شوې دي اوپه دوام يې نن مازيګر دجوانان سالار  او دجوانان ميهن ټيمونه لوبه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته