کابل باختر دچنګاښ يو ديرشمه :
دهيواد دکرکټ ملي ټيم له ناميبيا ټيم سره دڅلور ورځنيو لوبو دترسره کولو لپاره تياري نيسي .
ټاکل شوې ده دانترکانتي ننتال کپ څلور ورځني لوبې يوه اوونۍ وروسته په ناميبيا کې ترسره شي .
دکرکټ بورد دخپرونومسوول فريدهوټک باختراژانس ته وويل په دغوسياليو کې دهيواد دکرکټ ملي ټيم له ناميبيا ټيم سره څلور ورځني لوبه ترسره کړي .
دهوټک دڅرګندونو له مخې دهيواددکرکټ ملي ټيم به په دغې سيالۍ کې له برياليتوب وروسته دځوانانو دکپ دترلاسه کولو لپاره سينګاپور ته لاړ شي چې په هغه ځاى کې دپاکستان ، سريلانکا ،هند،بنګله ديش او عربي متحده اماراتو ټيمونه لوبې کوي .
دهيواد دکرکټ ملي ټيم په دغوسياليو کې دبرياليتوب په صورت کې د ٢٠١٥ميلادي کال دنړيوال جام سياليوته لاره مومي .
0 1 دقیقه لوستل