سیاست

د افغانستان او هندوستان د ګډ امنیتي کمیسیون په ناسته کې سیمه ییز امنیتي ګواښونه و څیړل شول

-کابل باختر د غبرګولي  ١٠:
د هندوستان د ملي امنیت سلاکار مرستیال ښاغلی راجندر کنها چې د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي مشري یې کوله،پرون افغانستان ته راغی او د ملي امنیت شورا په دفتر کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنف اتمر له خوا یې هرکلی وشو.
دملي امنيت دشورا دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان او هندوستان د ګډ امنیتي کمیسیون دویمه ناسته تر سره شوه، دا کمیسیون تیر کال هندوستان ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر د سفر پر مهال د دواړو هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د هوکړې له مخې رامنځته شو. د دې کمیسیون لومړۍ ناسته په هندوستان او دویمه ناسته یې پرون په کابل کې تر سره شوه. د دې ګډ امنیتي کمیسیون موخه په افغانستان او  سیمه کې د امنیتي او نظامي حالت څیړنه او ښه والې دی. 
د افغانستان او هندوستان د ګډ امنیتي کمیسیون په دویمه ناسته کې سیمه ییز امنیتی ګواښونه په ګډه وڅیړل شول او د دواړو لورو له خوا ټینګار وشو، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې نه یوازې افغانستان او هندوستان خپلې همکارۍ پیاوړي کوي بلکې، د سیمې په کچه هم د زیاتو همکاریو د جلب له پاره هڅې کوي.
په دې ناسته کې دواړو لورو پر یو لړ مشخصو همکاریو هم خبرې وکړې، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د هندوستان نظامي مرستې په ځانګړي توګه د افغانستان دهوايي ځواکونو د سمبالښت او پیاوړتیا په برخه کې هندوستان د زیاتو همکاریو ژمنه وکړه. هندي پلاوي  د دې ترڅنګ له افغان لوري سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو د درملنې او پوځي روغتونونو د سمبالښت او پیاوړتیا په برخه کې پر مشخصو موضوعاتو د پام وړ هوکړې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته