ټولنه

په پنجشېر کې سېلاو ځپلې کورنۍ مرسته ترلاسه کوي

 کابل / د وږي ٨ مه / باختر
په پنجشېر کې پر ٥ زره سېلاو ځپلو کورنيو خوراکي توکي او نغدي پيسې وېشل کېږي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ له طبيعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزير غلام بهاالدين جيلاني نن وويل: ټاکل شوې ده ٨ ميليونه افغانۍ او خوراکي توکو  په دغه ولايت کې پر ٥ زره زيانمنو شويو کورنيو ووېشل شي.
هغه زياته کړه: خوراکي توکي او پيسي به ترڅو راتلونکو ورځو کې پنجشېر ته ورسېږي او د دغه ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست په همکارۍ پر سيلاو ځپلو کورنيو وېشل شي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته