ټولنه

په بڼوالو د بڼوالۍ وسايل وويشل شول

کابل باختردمرغومي دمياشتې ٢٥نيټه:
د فراه ولايت دخاک سفيد ولسوالۍ په ٧ تنو بڼوالو پرون دبڼوالۍ وسايل وويشل شول .
دفراه ولايت د کرنې اواوبو لګولورييس دباختر اژانس خبريال ته وويل چې د کليوالي سيمو دکرنې او پراختيا د ودې او د پروژې له لارې ددغه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ په اوو تنو بڼوالو د دغې ادارې له خوا دبڼوالۍ وسايل وويشل شول.
ده څرګنده کړه چې دغه وسايل د ونو د ښه اصلاح کولو او څانګو دغوڅولو، په منظم ډول د بڼوالۍ دمحصولاتو د راټولولو د آفتونو په وړاندې د بڼونو د څارنې او د ونو دښه پيوند د زمينو د آسانه کولو په مقصد په دغوبڼوالو ويشل شوي دي .
ټاکل شوې ده د فراه ولايت د پشت رود ولسوالۍ په ديارلسو بڼوالو هم دغه مرستې وويشل شي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته