کابل باخترد زمري پنځمه :
دننګرهار ولايت دهسکې مينې ولسوالۍ په مربوطاتوکې پرون د هاوان د يوې سرګلولې دچاودنې له امله اووه تنه ماشومان ټپيان شول .
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل: دغه ماشومان د هسکې مينې ولسوالۍ په ده ګره ساحه کې د هاوان له يوې سرګلولې سره په لوبې بوخت وو چې سرګلوله وچاوديده او دوې يې ټپيان کړل.
مشرقيوال زياته کړه چې د روغتون مسوولينو ددغې پيښې د څلورو تنو ټپيانو حالت خراب بللى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ