امنیت

شل تنه وسله وال طالبان په قندهار کې د هېواد دهوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول .

کابل باخترد غبرګولې يو ويشتمه :
شل تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې  د هېواد دهوايي ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو  له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې دميوند ،  نيش ، شاه ولي کوټ او خاکريز  دولسواليو په ځينو برخوکې  بريد وشو .
دهېواد په جنو ب کې  دملي اردو يوه جګپوري  قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول او په لسګونو تنه نور طالبان ټپيان شول .
په وژل شويو  او ټپيانو کې بهرني او دغه راز دطالبانو يوسيمه ئيز قوماندان هم شامل دى .
دملي اردو دغه قوماندان وايي چې په دغو بريدونوکې دطالبانو څو مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه لاړل .
ددغو دريو وروستيو ورځو په بهير کې  په قندهار ولايت کې دهېواددهوايي ځواکونو په هوايي بريدونوکې څه ناڅه سل تنه وسله وال طالبان  وژل شوي دي او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي .
ديوبل خبرله مخې ،په قندهار ولايت کې  ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار دقندهار په ګڼ ميشتو لارو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
  ختم_ سعيده _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته