نړۍ

د ايران جمهور رييس سويس ته سفر وکړ

ژينو باختر دسلواغي دويمه :
د ايران جمهور رييس حسن روحاني په داووس کې داقتصاد د نړيوالې ټولنې په غونډه کې د ګډون په مقصد نن سهار سويس ته روان شو.
د رويټرز دخبر له مخې: دايران دجمهور رييس لومړى مرستيال اسحق  جهانګيري، د بهرنيوچارو وزير محمد جواد ظريف، د تيلو وزير بيژن نامدار زنګنه او د جمهور رييس ځانګړى دستيارحسين فريدون په دې دوه ورځني سفرکې د حسن روحاني ملګرتيا کوي .
حسن روحاني سويس ته له ورانيدو مخکې د مهرآباد په هوايي ډګرکې وويل: د ژينو _ ٢ په کنفرانس دومره هيله نه لروچې وکولى شي له تروريزم سره په مبارزه کې  بريالي شي.
د ژينو _ ٢ يو ورځنى کنفرانس هم په سويس کې د سوريې د کورنى جګړې دپاى ته رسولو لپاره د سياسي حل د لارې د موندلو لپاره جوړ شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته