فرهنګ

چارواکي: په لغمان کې به ټول تاریخي آبدات ورغوي

مهترلام/دمرغومې۱۸مه/باختر
د لغمان د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې به ټول هغه  آبدې ورغوي چې تاريخي او فرهنګي لرغونتوب او ارزښت ولري.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې، د غه څرګندونې د لغمان والي محمد اصف ننګ د دغه ولایت د عمرزیو ولسونو یوې غونډې ته وکړې.
په غونډه کې د عمرزيو د قومونو په استازیتوب ملک شيرين اغا، ولسوال رفيق او پتنګ صافي وويل: د سيمې ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو تل د خپل نظام او ولايتي ادارې د کړنو ملاتړ کړی دی.
دوی وويل: د بابا صاحب په دښته کې چې د سلام ځي په نامه کوم پارک رغول کېږي، یاده سیمه ولسونو د بېلابېلو قومونو د هدیرې لپاره ځانګړې کړې ده.
هغوی له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه، چې په یاده سیمه  کې دې هدیرې ته هم پاملرنه وکړي چې ولسونه له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ نه شي.
په همدې حال کې د اطلاعات او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو مسوول محمد نادر مخور د يادې سیمې پر تاريخې او فرهنګي ازښت خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې په دې سيمه کې د زرغونډې او سلام ځي تر نامه لاندې د دوه پېړې وړاندې تاريخې ابدات لري، چې بايد ځانګړې پاملرنه ورته وشي.
له بلې خوا مهترلام ښاروال نظيف الله الکوزی وايي چې د ښاروالۍ لپاره منظم پلان د ښاريانو په مشوره جوړېږي او هره پروژه پکې له پخوا ډيزاين کېږي.
هغه د تاريخې ابداتو ساتنه او جوړونه د ښاروالۍ مکلفيت ياد کړ او زياته يې کړه، چې د سلام ځي پارک په جوړېدو سره به لغمان خپل پخوانی تاريخي برم او حيثيت بېرته ترلاسه کړي.
الکوزي راغلو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د ياد پارک په جوړېدو سره به په سيمه کې هدیرې ته هېڅ زیان ونه رسېږي.
په ورته مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ وويل: تل يې د ولسونو غوښتنو او ستونزو ته پر وخت لاس رسی کړی دی.
هغه وويل: د سلام ځي پارک د يوه مشورتي بورډ په مشوره جوړېږي، چې د چارو په پيلېدو سره به يې د سيمې سلګونه کورنيو ته د کار زمينه برابره شي.
والي وويل: سلام ځي سيمه د شاوخوا ۹۰۰/۱۰۰۰ کلونو تاريخي لرغونتوب لري، چې په جوړېدو سره به يې لغمان خپل پخوانی برم بېرته ترلاسه کړي.
ننګ زیاته کړه چې په دې ولايت کې به ټول هغه ابدې ورغوي، چې تاريخي او فرهنګي لرغونتوب او ارزښت ولري.
د ولسي خلکو اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې کله چې د مرکز مهترلام ښار په پنځمه ناحیه کې د مهترلام ښاروالۍ د ۲۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۳۰۶ جریبه ځمکه کې د سلام ځي پارک د جوړېدو چارې پیل کړې.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته