روغتیا

دوه ټنه تير تاريخ خوراکي توکي له منځه يوړل شول .

کابل باختر د ليندي  څلورمه :
دباميان ولايت دعامې روغتيا رياست کارکوونکو دوه ټنه تير تاريخ اوبې کيفته خوراکي توکي له منځه يوړل .
دباميانو ولايت دعامې روغتيا رييس باختراژانس ته خبرورکړ شپږ ديرش  قلمه تير تاريخ اوبې کيفته  خوراکي توکي پرون دښاروال او پوليسو په همکارۍ دعامې روغتيا رياست دموظفينو له خوا  دباميانو ښار له دوکانونو څخه راټول او درسنيو په وړاندې  له منځه يوړل شول .
دغه راز دباميانو ولايت له ټولو دکاندارانو  څخه وغوښتل  شول چې نور تير تاريخ توکي ونه ساتي او په خلکو ونه پلوري  او دباميانو له خلکو څخه وغوښتل شول چې له دغو توکو څخه استفاده ونه کړي ځکه چې  روغتيا ته يې زيان لري.
داپه داسې  حال کې ده چې دعامې روغتيا وزارت په دې وروستيو  کې په بازارونو کې دتيرتاريخ اوبې کيفته  توکو  واردولو او دپلورنې دمخنيوي  لپاره جدي هڅې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته