امنیت

په هرات کې د ډار اچوونکو ضد عمليات زياتيږي

هرات/ باختر د ليندۍ اته ويشتمه :
د ژمي په موسم کې به په هرات ولايت کې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د امنيتي ځواکونو يرغليز عمليات زيات شي .
د دغو عملياتو د ترسره کولو اصلي هدف د ډار اچوونکو ډلو د جنګي توان له منځه وړل، دتروريستانو له شتون څخه د سيمو پاکول، د بيا رغاونې د پروګرامونو د اجرا کولو لپاره د زمينو برابرول او د سيمو په کچه د حکومتوالۍ  پياوړتيا اعلام شوى دى .
د هرات والي محمد آصف رحيمي په لويديځ زون کې د غوڅ ملاتړ له قوماندان سره په کتنه کې په دې حوزه کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ د کچې  زياتوالي د قدر وړ وباله.
د هرات والي زموږ د هېواد د امنيتي او دفاعي  ځواکونو ته د سلامشورو او د هغو د سمبالولو په لاره کې د نړيوالو ځواکونو همکارۍ وستايلې او د دغوهمکاريو د پراختيا غوښتنه يې وکړه .
  د دغې کتنې په يوه برخه کې په لويديځ زون کې د غوڅ ملاتړ قوماندان چې يو ايتالوى جنرال دى؛ د افغان امنيتي ځواکونو د زياتې پياوړتيا له امله خوښي څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ چې نړيواله ټولنه به د افغانستان له خلکو او دولت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته