سیاست

جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د کاناډا له لومړي وزیر سره وکتل

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١٩ :
دافغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی چې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پلازمېنې وارسا ته تللی دی، پرون ماسپښین یې د وارسا ناستې په څنډه کې د کاناډاله  لومړي وزیر جسټن تروډو سره وکتل.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې اجرائیه رئیس داکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، دواړو مشرانو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او کاناډا د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
د کاناډا لومړي وزیر وویل، د ملي یووالي حکومت په امنیتي، انکشافي او د ښځو د حقونو او هغوی ته د کاري زمینود برابرولو په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.
ښاغلي جسټن ټروډو وویل، کاناډا به له افغانستان سره په نظامي او اقتصادي برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي. هغه زیاته کړه، کاناډا به په راتلونکو درېو کلونو کې له افغانستان سره ۱۷۰ میلیون ډالر په نظامي او ۲۷۰ میلیون ډالر په ملکي برخه کې همکاري وکړي.
لومړي وزیر څرګنده کړه، کاناډا به له افغانستان سره ملکي همکارۍ زیاتې کړي. نوموړي جمهوررئیس ته له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د کاناډا د همکاریو قدرداني وکړه اوله لومړي وزیر څخه یې وغوښتل چې کاناډا دې له افغانستان سره د مدیریت او بشري منابعو په برخو کې د ظرفیتونو د لوړولو اود کدرونو د روزولو همکاري وکړي. 
محمد اشرف غني په افغانستان کې د تجدید وړ برېښنا د تولید زیات ظرفیت او فرصتونو ته په اشارې وویل، کاناډا د تجدید وړ برېښنا د تولید په برخه کې کافي تجربه لري او افغانستان لېواله دی چې  په دې برخه کې د کاناډا له تجربو څخه ګټه واخلي.
ښاغلي ټروډو وویل، کاناډا د چاپیریال ساتنې او تجدید وړ برېښنا د تولید په برخه کې کافي تجربه او نړیوال تعهد لري. هغه زیاته کړه، کاناډا لېواله ده چې د افغانستان په ګډون  له پر مختيايې  هېوادونو سره په دې برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له افغانستان سره د اقتصادي او انکشافي همکاریو تر څنګ له ترهګري سره د مبارزې په برخه کې د کاناډا هېواد مرستې وستایلې او کاناډا یې د افغانستان د ښه دوست او نړیوال شریک په توګه یاد کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته