ټولنه

په ښار کې دترانسپورتي بسونو نشتوالى ښاريانو ته ستونزې رامنځته کړي دي .

کابل باختر دتلي څليرويشتمه :
کابل ښاريان  داختر په  دويمه ورځ هم  په ښار کې  له ترانسپورتي ستونزو سره مخامخ  وو .
يو شمير ښاريانو د ټکسي وسايطو دخاوندانو له خوا دزياتو پيسو داخستلو له امله  شکايت کاوه .
سره له دې چې  دترانسپورت وزارت  مسوولينو کابل ښاريانو ته د اختر په  ورځو کې  دترانسپورتي آسانتياو د برابرولو ژمنه کړې  وه  خو يو شمير ښاريان دملي بس دنه شتون او د خصوصي سکتور دوسايطو په فعاليت کې  دنظم دنشتوالي له امله  شکايت کوي .
  دکابل ښار يو تن اوسيدونکى عبدالمالک دباختر اژانس خبريال ته وويل  : دښاري ترانسپورت دوسايطو نه منظم والي د دې سبب شوى دى چې د خپلو خپلوانو دليدو لپاره  دزياتې کرايي په  ورکولو سره  بايد دټکسي له وسايطو
څخه استفاده وکړو .
  ده وويل  له اقتصادي کمزورتيا سره سره  لازمه  ده  چې داختر په خاطر د خپلو مشرانو او دوستانو  ليدو ته  ورشو .
عبدالمالک زياته کړه که چيرې دښاري ترانسپورت خدمتونه  په  منظم  ډول 
وړاندې شي خلک کولاى  شي د اختر په ورځوکې  په ښه  ډول د خپلو دوستانو
پوښتنه  وکړي .
  داحمد شاه بابا مينې  د دريم بلاک اوسيدونکي عبدالقيوم  دباختراژانس خبريال ته وويل  :  په اړونده تګلوري کې دملي بس وسايط  نشته  او داختر په ورځو کې  دخصوصي سکتور کوچني بسونه هم کمښت مومي  او له بده مرغه  دټکسي وسايط  له يو تن سپرلۍ څخه  ديرش افغانۍ اخلي  او خلک اړ دي چې  زياته کرايه ورکړي  ترڅو له دغو وسايطو څخه استفاده وکړي .
عبدالقيوم څرګنده کړه چې په عادي ورځو کې د احمد شاه بابا له  پروژې څخه دسپاهي ګمنام تر چوک  پورې په ټکسي کې ديو تن کرايه شل افغاني ده  .
ده وويل  :  ددغې خبرې  پوښتنه  نه ترافيک کوي او نه هم  کومه بله مرجع .
په همدې ډول يو  زيات شمير ښاريان دښار له بيلابيلوسيمو څخه  له باخترآژانس سره په  اړيکه  کې  د ترانسپورتي بسونو د نشتوالي او دټکسي دخاوندانو له خوا دزياتو پيسو  داخستلو له امله شکايت  کاوه   او په  دي برخه کي يې  دترافيکو دمسوولينو دپاملرني غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته