ټولنه

لسګونه پلورنځي د ګران پلورنې او له کلدارو څخه د استفادې په دليل وتړل شول

کابل / د کب ۶ مه/ باختر
په ننګرهارکې لسګونو پلورنځې د ګران پلورنې او له پاکستانۍ کلدارو څخه د استفادي په دليل د تېرې يوې ورځې په بهيرکې تړل شوي دي.
د څېړنې موظفه ډله وايي چې دغه پلورنځي د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار او يوشمېر ولسواليو کې د لسو ورځو لپاره تړل شوي دي.
په ننګرهارکې له پاکستاني کلدارو څخه د استفادې د بندولو کمپاين درې مياشتې مخکې پيل شوى دى.
دغه اقدام د افغانيو ثبات زيات کړى دى، خو په ځينو مواردوکې د بيو د لوړوالي سبب شوي دي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د بيو او د پاکستانۍ کلدارو د استفادي د مخنيوي لپاره يوه اداره جوړه کړې ده.
هغه وايي چې له پاکستانۍ کلدارو څخه د استفادې د بندولو کمپاين په بازارونو کې د افغانيو د ثبات سبب شوى دى.
موظفې ډلې خبر دارى ورکوي: که چېرې پلورونکي او خلک په خپلو راکړه ورکړه کې د افغانيو پرځاى له پاکستانۍ کلدارو څخه استفاده وکړي؛ مجازات به شي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته