امنیت

په هلمند کې دطالبانو دچاوديدونکو توکو ديوې زيرمې کشفول.

 

کابل باختردتلې دمياشتې ٢١ :

دوسله والو طالبانو د چاوديدونکو توکو يوه زيرمه نن  په هلمند ولايت کې کشف شوه.

دغه زيرمه  چې ددغه ولايت دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې پټ کړي شوى و نن سهار دافغان اوناټو ځواکونو  دعملياتو په بهيرکې کشف شوې ده.

باختراژانس دناټوديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ:  له دغې زيرمې څخه نهه سوه پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

ويل کيږي ددغې زيرمې دکشفولو په بهيرکې طالبان په سيمه کې نه وو.

ناټو وايي  وسله والو طالبانو له دغو چاوديدونکو توکو څخه دبمونو، ماينونو  اودځانمرګو بريدونو دواسکټونو په جوړولو کې استفاده کوله .

ياغيان ددغو جنګي وسايلو دجوړولو لپاره چاوديدونکي توکي اوکيمياوي توکي له پاکستان څخه واردوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته