امنیت

په روزګان کې داردو پر اکمالاتي کاروان دطالبانو بريد ناکام شو

کابل / د مرغومي ٢٩ مه/ باختر 
درې وسله وال طالبان په روزګان کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول او دوه نور ټپيان شول .
دغه نښته پرون ناوخته  دخاص روزګان ولسوالۍ بازارته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه  چې يوې ډلې  يرغلګر دملي اردو دسرتېرو په اکمالاتي کاروان يرغل وکړ.
دهېواد په جنوب کې  داتل قول اردو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په دې نښته کې درې يرغلګر ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛   پوځيان يوې پوځي قرارګاه ته  دتجهيزاتو دلېږدولو په حال کې و چې پرې بريد وشو.
د يوبل خبرله مخې ؛ پوليسو په روزګان له  ګڼ مېشتو لارو څخه د١٠ ښخ کړاى شوي ماينونو په کشفولوسره د يولړ چاودنو مخه ونيوله  .
وسله وال طالبان ددغو ماينونو د ښحولو عامل بلل شوي دي .
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته