روغتیا

په کرونا ویروس پنځه اخته کسان په غزني کې مړه شوي دي

کابل/ د غویي ٦ مه / باختر
د غزني روغتیايي مسوولینو په دغه ولایت کې په کرونا ویروس د ١٤ مثبتو پېښو د ثبتولو او د یوه پلار او زوی په ګډون د پنځو کسانو د مړينې خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غزني د ولایتي روغتون رییس بازمحمد همت رسنیو ته وویل چې تراوسه په دغه ولایت کې د کرونا ویروس ١٤ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې د درېیو کسانو درملنه شوې ده او د یوه پلار او زوی په ګډون ٥ تنه نور مړه شوي دي.
همت په دغه ولایت کې د کرونا ویروس پر زیاتېدو اندیښنه څرګنده کړه او له خلکو څخه يې وغوښتل چې دغه ویروس جدي ونیسي، له راټولېدو څخه ډډه وکړي او د دغه ویروس د مخنیوي په خاطر دې روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته