فرهنګ

يو تاريخې اثر د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته وسپارل شو

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٠ :
يو تاريخي اثر نن دملي امنيت دلوى رياست د ويندوى له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين ته وسپارل شو.
دباخترآژانس دخبر له مخې :
داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت فرهنګي معين سيدمصدق خليلې ددغه اثر د ترلاسه کولو په وخت کې  خبرې وکړې او ويې ويل: دغه اثر  د برونزو يوه مجسمه ده چې دلرغون پوهانو دڅرگندونوله مخې د هندي هنر د ښکلا بيلګې پکې ليدل کيږي  چې ښايې په  ١٢ يا  ١٣ميلادي پيړۍ پورې اړه ولري.
خليلي زياته کړه: دغه مجسمه دهندوئيزم د مذهب د خدايانو (ګينش) پورې اړه لري چې په لرې تاريخي دوروکې يې په دغه هيوادکې پيروان درلودل.
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين دملي امنيت دلوى رياست  او په ټوليزه توګه دهيواد دامنيتي ځواکونو له منسوبينو څخه چې تل يې دلوټ کړاى شويو آثارو په بيرته راګرځولو اودغه راز دغير قانوني کيندنو او د هيواد دلرغونو آثارو د قاچاقو  په مخنيوي کې همکارۍ کړې ده؛ مننه او قدرداني وکړه.
ده وويل: له ٢٠٠١ ميلادي کال څخه را په دې خوا نهه زره تاريخي آثار د هيواد د امنيتي ځواکونو په مرسته له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوي دي اوپه همدغه اندازه د انټرپول دپوليسو په مرسته هيوادته راوړل شوي دي او ملي موزيم ته سپارل شوي دي.
دغه راز دملي امنيت دلوى رياست ويندوى جنرال فريدهم ددغه اثر دترلاسه کولو دڅرنګوالي په پاب معلومات ورکړل او ويې ويل چې دملي امنيت منسوبين دغه اثر چې دپنځه سوه زرو ډالرو په بدل کې يوه ګاونډي هيواد ته  قاچاق کيده؛ له يو تن قاچاق وړونکي سره ونيوه او دغه راز درې تنه نور قاچاق وړونکي دملي امنيت دموظفينو ترڅارنې لاندې دي .
ده  دملي امنيت د منسوبينو يوه دنده د هيواد دملي  پانګو ساتنه وبلله  او ويې ويل: دغه تاريخي اثر هم د افغانستان په خلکو پورې اړه لري او اصلي ځاى يې چې داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت پورې اړه پيداکوي او دغه اثر مو دغه وزارت ته وسپاره .
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت فرهنګي معين دغه اثر په ملي موزيم کې د ساتنې په مقصد دملي موزيم مرستيال يحيى محب زاده ته وسپاره.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته