سیاست

د مارچ داتمې دښځو دنړيوالې ورځې په مناسبت دملي شورا دمشرانوجرګې دمبارکي پيغام .

کابل باختر د کب اوولسمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا دمشرانوجرګه دمارچ  داتمې  د ښځې دنړيوالې ورځې  په مناسبت  دافغانستان اونړۍ ټولو ښځو ته دخپلو مبارکيو مراتب  څرګندوي او دلوى خداى ( ج )  له دربار  څخه هغوى ته دروغتيا ،برياليتوب ، نيکمرغي  او دښه ژوندانه هيله  کوي .  دملي شورا دمشرانوجرګې دالروم سورى دمبارکي ايت له مخې  دښځې شتون دالهي خلقت او دبشري ټولنې دواحد وجود بشپړول  بولي او باور لري چې دځمکې پرمخ هر ډول پرمختګ ، ترقي او دبشري ژوندانه دوام  دښځو اوګرانو ميندو له شتون ، رول او وندي  پرته امکان نه لري  .

  دمشرانوجرګه داسلامي لارښوونو، دهيواد داساسي قانون اودمدني قانون په رڼاکې  ځان مکلف  بولي چې دښځو دټولنيزو ، سياسي او فرهنګي حقوقو دتامينولو په اړوند تصميم نيوني په وخت کې له هيڅ ډول هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .

  ګرانو خويندو او ميندو   !  په هغو شرايطو کې چې نړۍ په ډيرې چټکي سره دپرمختګ او  ترقي په لور روانه ده دې ته اړتيا ده چې افغان ښځې دصالحو او ديندارو بچيانو دروزنې او د خپل ورځني ژوندانه دچارو په پرمخبيولو  کې په مسووليت  منلو سره  په لازيات خوځښت او تحرک سره خپل ورځني ژوند ته پاملرنه وکړي او په وړتيا او دعلم په زده کړې  سره په ټولنه او دولتي اداروکې ښه  او لوړ دريځ ترلاسه کړي .  دمشرانوجرګه يوځل بيا دمارچ دمياشتې داتمې نيټې په مناسبت  ټولوګرانو خويندو ته  دخپلو زياتومبارکيو مراتب وړاندي کوي .   ختم_ ب _ اکرم

 دبهرنيو چارووزارت له خدماتي منسوبينو سره مرسته وشوه .

 ٥٦-کابل باختر د کب اوولسمه

  دالکوزي  تجارتي شرکت دبهرنيو چارووزارت له خدماتي کارکوونکو سره ديوې اندازې نباتي غوړيو مرسته وکړه .

 دباختر اژانس دخبر له مخې، په دې مرسته کې  ٣٩٠  کارتنه مومن غوړي و چې دبهرنيو چارو وزارت په ټولو خدماتي منسوبينو او باالمقطع  کارکوونکو وويشل شوه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته