امنیت

درې تنه پوليسان په لوګرکې شهيدان شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٤
درې تنه پوليسان نن سهار په لوګر ولايت کې د ماين د چاودنې له امله شهيدان شول.
دلوګر ولايت ويندوى دين محمد درويش د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليسو منسوبين په محمد آغې ولسوالۍ کې د دهنو د لشکرخيلو دکلي د يوه قومي مشر حاجي محمد نبي د وژل کيدو د قضيې د څيړنې لپاره دغې ولسوالۍ ته تللي وو.
درويش زياته کړه: له سيمې څخه د بېرته ستنيدو په وخت کې د دوى د سپرلۍ موټر د محمد آغې ولسوالۍ په تګلوري کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې درې تنه پوليسان شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته