کابل باختر دوري دمياشتې ٢٧ :
پنځه تنه وسله وال طالبان په ارزګان ولايت کې له پوځيانو سره د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول .
لومړۍ پيښه تېره شپه د اتو بجو په شاوخوا کې د چارچينو په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې يرغلګرو د سرتيرو په ګزمې بريد وکړ.
د ارزګان ولايت يوه امنيتي مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دويمه پيښه نن سهار د ارزګان ولايت مرکز ترينکوټ بازار ته څېرمه له هغه وروسته رامنځته شوه چې يرغلګرو د پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ.
د ارزګان دغه امنيتي مسوول وويل چې په دې جګړه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغو پيښوکې پوځيانو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
0 1 دقیقه لوستل