اقتصاد

المان دهيواد له جنوبي سيمو سره خپلې مرستې زياتوي .

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
المان اعلام وکړ چې دافغانستان دجنوبي سيمو دبيا رغونې لپاره خپل پروګرامونه زياتوي .
ددغه هيواد زياته پاملرنه په جنوبي ولايتونوکې دتعليمي او امنيتي پروژو تمويلولو ته دي .
په افغانستان کې دالمان سفير مارتين ياګر  دقندهار ولايت ته په خپل سفر کې وويل چې هيواد يې په شمال کې دلسګونو پروژو له تمويلولو وروسته غواړي دافغانستان دجنوبي سيمو په بيا رغونه کې هم فعاله ونده واخلي .
دافغانستان دجنوبي سيمو دبيا رغونې لپاره دالمان دوندې  اخستنې لومړى ګام دقندهار ولايت او ددغه ولايت دميخانيکي ليسې احيا کول بلل شوى دى .
دغه ليسه دلومړى ځل لپاره دالمان له خوا په قندهار کې جوړه شوه اوکلونه کلونه دبيلابيلو تخنيکي څانګو دزده کړې لپاره  ښه ځاى و، خو دتنظيمي جګړو په بهير کې  ټول تاسيسات  يې ويجاړ شول او فعاليت يې وځنډول شول .
  دالمان سفير وايي هيواد يې غواړي دغه ليسه په مدرنو تدريسي  وسايلو سمباله کړي
دغه الماني ديپلومات وويل چې دى دقندهار ولايت داړتياو دڅيړنې په مقصد دغه ولايت ته سفر کړى دى او غواړي  دسيمه ئيزو مسوولينو سره په تفاهم کې په قندهار کې په تعليمي او امنيتي برخو کې دبيا رغونې پروګرامونه ترسره کړي .
ياګر دقندهار امنيتي حالت ښه وباله  او ويې ويل چې په دغه ولايت کې دامنيت ښه والي دالمان دبيا رغونې دپروګرامونو دپيل لپاره ښه ځاى دى .
دقندهار والي توريالي ويسا ددغه ولايت په بيا رغاونه کې دوندې اخستنې لپاره دالمان دعلاقمندي  قدرداني وکړه او دقندهار دکرنيزو او دتکنالوژۍ  علومو دپوهنتون دښه فعاليت لپاره يې دمالي مرستې غوښتنه وکړه .
دغه پوهنتون  څه موده مخکې دلومړى ځل لپاره په قندهار کې جوړ شو .
دقندهار والي وايي ددې لپاره چې دغه پوهنتون وکولي شي د ليسانس ، ماستري او د ډاکتري په سويو ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي دنړيوالې ټولنې مالي مرستو ته اړتيا ده .
المان په کال کې څلور سوه ديرش مليونه يورو دافغانستان دپوځيانو دروزنې په ګډون په دغه هيواد کې دبيا رغونې په پروګرامونوکې لګوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته