ټولنه

استازي بايد له خپلو موکلينو سره مناسب چلند ولري

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١١ :
دملي شورا ددواړو مجلسونو رييسانو نن  په ګډه دارزګان و لايت   دنږدې سلو تنو سپين ږيرو او مشرانو شکايت په ملي شورا کې ددغه ولايت  ديوشمير استازو  په شتون  واوريد.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په کتنه کې څوتنو دنورو په  استازيتوب   خبرې وکړې  او ويې ويل  :  په داسې حال کې چې  سندونه او مدارک په لاس کې لري  ددوى پلرنۍ اديره ، ځمکه او داستوګنې کورونه دولسي جرګې دشکايتونو داوريدو دکميسيون درييس عبيدالله بارکزي له  خوا غصب او خلک يې په وهلو او ټکولو سربيره له خپلو کورونو څخه شړلي دي او تل  له خپل وظيفوي موقف څخه ناوړه استفاده کوي.
دوى وويل  سره له دې چې سترې محکمې  موضوع دارزګان  ولايت محکمې ته  سپارلې ده  چې د دغې قضيې په باب پريکړه وکړي ، خو عبيدالله بارکزى چې ويې نه غوښتل دده پرخلاف  پريکړه وشي ، ددغې محکمې قاضي يې  له دندې څخه ګوښه کيدو ته اړ ايستلى دى .
ورپسې د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار وويل :  استازي دې بايد له خپلو موکلينو سره  مناسب او ښه چلند ولري  اود ژوندانه په بيلابيلو برخو کې  دهغوى دستونزو دحل کولو په لټه و اوسي  نه دخپلو شخصي ګټو په فکر کې چې دخلکو دځورونې او کړونې سبب شي .
مسلميار  له هغوى سره دهر راز همکارۍ د ژمنې په ترڅ کې وويل :   دغه مسئله   له اړوندو مسوولينو سره طرحه کوي  او دمناسب او منصفانه حل لارې چارې به ولټوي .
دغه راز دولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي په خپلو خبرو کې وويل :  دملکيت داثبات لپاره  ، لازم سندونه  او مدارک  ضروري دي  اوپه هغه صورت کې چې  ستاسو سندونه باوري وي  دخلکو داستازي په توګه   دهغه په ملاتړ مکلف دى   او له اړوندو  مسوولينو سره به شريک کړم .
ديوبل خبرله مخې  :
دمشرانو جرګې رييس  دسيمه ييزو پوليسو دتشکيل دجوړولو له پلوه دکندز ولايت دقلعه زال ولسوالۍ دخلکو  اړتياوې  نن  دکورنيو چارو وزارت دسيمه ييزو پوليسو له لوى قوماندان سره طرحه کړې  .
په کتنه کې چې   په ملي شورا کې  دکندز ولايت  يوشميراستازو هم برخه لرله دقلعه زال ولسوالۍ  مشرانو  دامنيت په تامينولو  او له ډار اچونې او تروريزم سره   په مبارزه کې  دسيمه ييزو پوليسو رول اغيزمن وباله   او دکورنيو چارو وزارت له خوا يې په دغې ولسوالۍ کې دسيمه ييزو پوليسو دتشکيل دجوړولو غوښتنه وکړه.
ورپسې  دسيمه ييزو پوليسو لوى قوماندان پاسوال عليشاه احمدزي دطرحه شويو ستونزو  دپرځاى ٍبللو په ترڅ کې وويل :  چې سيمه ييز پوليس له ناڅيزو  امکاناتو سره سره په ډيرو نازکو شرايطو کې   په لوړ مورال سره دهېواد په يوسلو څلور پنځوسو ولسواليو کې  دسختو  او سترو دندو په ترسره  کولو بوخت دي   چې  دهغوى دفعاليتونو نتيجه مثبته ده  اوزياته يې کړه  سيمه ييز پوليس له بهرنيو منابعو څخه تمويليږي اوپه اوس وخت کې دکورنيو چارو وزارت نه شي کولاى  دتشکيل سقف يې لوړ کړي .
په پاى کې دمشرانو جرګې رييس وړانديز وکړ چې  داوس لپاره دې  دسيمه ييزو پوليسو يوسلو پنځوس تنه منسوبين  ددغه ولايت دتشکيل له سقف څخه   په ملي شورا کې  دکندز ولايت دخلکو  داستازو په موافقې سره واخيستل شي  او دقلعه زال ولسوالۍ ته دې موظف شي  چې دغه  وړانديز ددواړو لورو دتائيد وړ وګرځيد.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته