امنیت

دپروان ولايت په مرکز د طالبانو دراکټي بريد له امله دسرزيان نه دى اوښتى .

کابل باختر د تلې  نهمه :
وسله وال طالبانو تيره شپه دپروان ولايت په مرکز چاريکارو ښار راکټي بريدونه وکړل .
ددغو بريدونو له امله دسرزيان نه دى اوښتى .
يوه توغندى دچاريګارو ښاروالۍ  ته څيرمه لګيدلى دى خو ويل کيږي چې دغه توغندى نه دى چاودلى .
دپروان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد زمان مموزي  باختراژانس ته وويل چې دطالبانو په دې راکټي بريد کې چاته زيان نه دى اوښتى .
ده وويل چې توغندي دچاريکارو ښار دمرکز په لس کيلومتري واټن کې دخواجه سياران له غره څخه توغول شوي دي .
جنرال مموزي وسله وال طالبان ددغو راکټي بريدونو عامل وبلل او ويې ويل چې دعاملانو دپيژندنې او نيولو  لپاره پلټنې پيل شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته