نړۍ

په پاکستان کې دامريکا سفير له خپلي دندي څخه ګوښه کيږي .

واشنګتن  باختر د ثور شلمه

  په پاکستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو سفير کامرون مونتر غواړي چې دروان کال په دوبي کې له خپلي دندي څخه ګوښه شي .

 د ډيلي ټايمز دورځپانې دخبر له مخې سپينه ماڼي  په پام کې لري  ريچارد اوسن  چې له  ٢٠١١ ميلادي کال څخه په افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو  د پرمختيايي او اقتصادي  فعاليتونو مشرتوب په غاړه درلود  په پاکستان کې  دنوى سفير په توګه وټاکي .

 خبري منابعو ويلي دي چې اولسن بايد په رسمي توګه د سپينې ماڼي له خوا پيشنهاد او دسنا مجلس له خوا تاييد شي خو سپينې مانۍ په دي باب دنظر له څرګندولو څخه ډډه کړى ده .

 کامرون   له  ٢٠١٠ ميلادي کال راپديخوا په پاکستان کې دامريکا دسفير په توګه دنده ترسره  کوي او د اتلس مياشتنې دندي په بهير کې يي په  ٢٠١١ کال په لومړيو کې دپاکستاني مقاماتو له خوا دامريکا داستخباراتو داداري د يو قراردادي دنيولو په ګډون ديو لړ پيښو درامنځته کيدو دپاکستان په ايبت اباد کې دامريکا دځانګړو ځواکونوله پټ بريد چې اسامه بن لادن دوژل کيدو  سبب شو او دغه راز دپاکستاني پوځيانو پر يوې پوستي دناتو دهوايي بريد په علت چې له امله يي څلور ويشت تنه پاکستاني عسکر ووژل شول  پاکستان او دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ اړيکي  په بي ساري توګه ترينګلي شوي اوبدګومانې رامنځته شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته