اقتصاد

د مالیې وزیر: په ۱۳۹۶ مالي کال کې ملي عواید په بې سارې ډول ډېر شوي دي

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٤مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، چې د مالیې وزارت مرستیالانو هم شتون درلود نن د یاد وزارت په خیبر هال تالار کې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې د ۱۳۹۶ مالي کال د عوایدو بې ساري زیاتوالی او د ملې بودیجې لګښت رسنیو او د افغانستان ولس ته اعلام کړ.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د مالیې وزیر په ۱۳۹۶ کال کې د ۲،۶ سلنې اقتصادي ودې ترڅنګ، د روان کال ملي عواید زیاتوالي په تړاو وویل: " د ۱۳۹۶ مالي کال ملې بودیجې په سند کې ۱۵۲،۵ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی وو، چې موږ د مالي کال تر پایه ۱۶۹،۱۳۳ میلیارده افغانۍ را ټولې کړې. په روان کال کې د ملي عوایدو راټولو کچه ۱۶،۶ میلیارده افغانۍ، د ملي بودیجې په سند کې د ټاکل شوي هدف په پرتله ښیي چې په خپل ډول کې بې ساری دی. "
نوموړي زیاته کړه: " په ۱۳۹۳ کال کې د ملي عوایدو راټولو لپاره ټاکل شوی هدف ۱۲۰ میلیارده افغانۍ وو، چې د کال تر پایه ۹۹ میلیارده افغانۍ راټولې شوې. د نوي حکومت په راتلو سره په ۱۳۹۴ کال کې د بودیجې په سند کې ټاکل شوی هدف ۱۱۴ میلیارده افغانۍ وو، چې موږ وکولی شول، ۱۲۲ میلیارده افغانۍ راټولې، په همدې شان د ۱۳۹۵ کال ملي بودیجې په سند کې د عوایدو راټولېدو هدف ۱۳۲ میلیارده افغانۍ وو او موږ وکولی شول چې ۱۶۵ میلیارده افغانۍ را ټولې کړو. "
مالیې وزیر د پراختیایې بودیجې د لګښت په اړه وویل : "په ۱۳۹۶ مالي کال د حکومت په کچه پراختیایې بودیجه ۶۷ سلنه مصرف شوې ده چې د ۱۳۹۵ مالي کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیې. نوموړي زیاته کړه چې مالیې وزارت د لسو هغو ادارو په سر کې دی چې ۸۵ سلنه پراختیایې بودیجه په واک کې لري چې د کال تر پایه یې خپله پراختیایې بودیجه تر ۹۴،۶۵ سلنې پورې لګولی ده. "
نوموړي، د تېرو کلونو پراختیایی بودیجې د لګښت په تړاو زیاته کړه: " په ۱۳۹۳ کال کې د حکومت په کچه د پراختیایي بودیجې لګښت ۴۴٪ سلنه وو، چې د نوي حکومت په راتلو سره په ۱۳۹۴ کال کې د پراختیایي بودیجې لګښت ۵۳،۸ ٪ سلنه، په ۱۳۹۵ کال کې د پراختیایي بودیجې لګښت ۵۴٪ سلنه او په ۱۳۹۶ کال کې ۶۷٪ سلنې ته ورسېد. "
د یادونې وړ ده، چې د ملي عوایدو لوړېدل له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت ژمنه وه، او په هیواد کې د اقتصادي وضعیت ښکارندویه او همدا شان د ځان بسیاینې په لور یو ګام بلل کېږي.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته