سیاست

جمهوررئیس غني د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې په ارګ کې د اذربایجان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال آراز عظیموف سره وکتل.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جمهوررئیس غني ته د خپل هېواد د مشرتابه نیکې هیلې او تمنیات وړاندې کړل، ويې ویل: په پام کې ده د روان میلادي کال په وروستیو کې په اذربایجان کې د "اسیا زړه" کنفرانس جوړ شي او د هېواد جمهوررئیس یې جمهوررئیس غني ته په دې کنفرانس کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.
دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او د افغانستان او اذربایجان ترمنځ یې په مختلفو برخو کې د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ پخوانیو اړیکو ته په اشارې سره وویل، افغانستان او اذربایجان ګډ کلتور لري.
هغه د افغانستان حکومت لاسته راوړنې یادې او زیاته یې کړه، روان سخت حالت ته په پام کې نيولوسره د ملي وحدت حکومت لاسته راوړنې د قدر وړ دي. د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاډ ورکړ چې هېواد به یې د یو همکار په توګه د افغانستان ترڅنګ پاتې شي.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل، هېواد یې چمتو دی افغانستان سره د زده‌کړې، د امنیتي ځواکونو د تجهیز، طبابت، ودانیزو چارو او د ګازو د پايپ لاین په برخو کې همکاري وکړي او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پراختیا غوښته وکړه.
د هېواد جمهوررئیس د "اسیا زړه کنفرانس" کې د ګډون په خاطر د اذربایجان د جمهوررئیس له بلنې مننه وکړه او د افغانستان او اذربایجان ترمنځ یې د همکاریو پراختیا ګټوره وبلله.هغه زیاته کړه، د "اسیا زړه کنفرانس" باید تروریزم او د هغو ملاتړو سره په مبارزې لا زیات تمرکز وکړي. 
جمهوررئیس څرګنده کړه، افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ښې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې جوړې کړي دي او له اذربایجان سره یې هم د سوداګریزو اړیکو پراختیا غوښته وکړه. هغه هیله څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه به د سوداګریزو اړیکو له ټينګښت سره وکولای شي د محصولاتو بیه راټیټه کړي.
همدارنګه جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، افغانستان له چین، ایران او ترکیې سره ښې سوداګریزې اړیکې لري او افغانستان به د اسیا د څلورلارې په توګه مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوي.
هغه هیله وښوده چې د اذربایجان خصوصي سکتور استازي دې افغانستان ته سفر وکړي چې د افغانستان خصوصي سکتور سره په همغږۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ په ډګر کې ګډې لارې چارې ولټوي. جمهوررئیس له اذربایجان څخه وغوښتل چې د هېواد د ملي پولیسو روغتون د تجهیز په برخه کې دې افغانستان سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته