ټولنه

دافغانستان د پخوانى جمهور رئيس ډاکترنجيب الله د شهادت اوولسم تلين نن د ډاکترنجيب الله د ټولنې له خوا ونمانځل شوه.

کابلباختردميزان٦
دافغانستان د پخوانى جمهور رئيس ډاکترنجيب الله د شهادت اوولسم تلين نن د ډاکترنجيب الله د ټولنې له خوا ونمانځل شوه.
پوره اوولس کاله مخکې په همدې ورځ طالبانو په کابل کې له يرغل وروسته ډاکترنجيب الله يې د آريانا په څلور لارې کې په دار وځړاوه.
دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې غونډه کې د ډاکتر نجيب الله د ټولنې رئيس شيراحمدجبارخيل په خپلوخبروکې دشهيد ډاکترنجيب الله دملي او سياسي ژوندانه د بېلا بېلواړخونو په باب خبرې وکړې او هغه يې له شرط پرته د ملي روغې جوړې د سياست طراح وباله.
په دې غونډه کې د دغې ټولنې په غړو سربيره يوشمېرسناتورانو، دسياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو رييسانو ، څيړونکو اوملي شخصيتونو ګډون کړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته