فرهنګ

دمولانا جلال الدين محمد بلخي دڅيړنې مرکز په پروان پوهنتون کې پرانستل شو

کابل باختر دچنګاښ ديرشمه : دمولانا جلال الدين محمد بلخي د څيړنو مرکز پرون په پروان پوهنتون کې پرانستل شو . دپروان پوهنتون رييس غلام داود بها باختراژانس ته وويل چې دڅيړنې دغه مرکز دترکيې دخلکو او دولت په مرسته جوړ شوى دى چې کتابتون ، کمپيوترلب ، لابراتوار ، دتاليف او ترجمې څانګې او د کنفرانس سالون لري . ددغه مرکزدپرانستلو په غونډه کې چې سيمه ئيزو مسوولينو ، دترکيې د تيکا موسسې رييس، دترکيې دفرهنګي برخې رييس اوپه کابل کې دترکيې سفارت تدريسي سلاکار او دپروان پوهنتون استادانو ګډون کړي و . دپروان والي فضل الدين عيار ددغه مرکزپرانستل دپروان پوهنتون په حوزه کې دمسلکي او معياري پوهې دودې په لاره کې يو بې سارى اقدام وباله او دترکيې ددولت او خلکو دمرستې او همکارۍ له امله يې قدرداني وکړه او دترکيې د هيئت له غړو څخه يې وغوښتل چې په دغه ولايت کې دپانګې اچونې لپاره دخپل هېواد پاملرنه جلب کړي . دغه راز دتيکا دموسسې رييس مصطفی بوتون وويل چې دوى په افغانستان کې دروغتيا ، پوهنې او کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې څه ناڅه يو زرو پنځوس پروژې تطبيقې کړې دي . ده په دغه ولايت کې د تحصيلي ظرفيتونو دلوړولو، دفابريکو دجوړولو او د سړکونو دجوړولو په برخه کې دهمکارۍ ژمنه وکړه . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته