امنیت

د حقاني د ډلې پنځه تنه غړي له ١٣٥ مخابرو سره په کابل کې ونيول شول

کابل باختردوري پنځمه :
١٣٥مخابرې  دکابل ښار د اتمې ناحيې په ساحه کې د ملي امنيت د موظفينو لاس ته ورغلي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې د ملي امنيت ادارې نن  د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې د ملي امنيت ادارې  د دغه قضيې په اړوند پنځه تنه نيولي دي او يو  سراچه موتر يې هم ضبط  کړى دى .
نيول شوي کسان  دحقاني دشبکې غړي دي  او تاکل شوې وه چې دغه مخابرې د داکټر فيصل او قاري احمد له خوا  چې د حقاني د شبکې دوه تنه مهم غړي دي  په لوګر او خوست ولايتونوکې د طالبانو په غړو وويشل شي .  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته