۱۰۰ ورځې

په زابل ولايت کې د رايو ورکولو پنځلس مرکزونه غير فعال دي

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
د زابل په شپږوولسواليوکې د راى ورکولو پنځلس مرکزونه تړل شوي دي .
د زابل ولايت مرستيال محمد جان رسوليار باخترآژانس ته وويل: ددغه ولايت په کچه د راى ورکولو د يو اتيامرکزونوله جملې څخه پنځلس يې تر لوړو امنيتي ګواښ لاندې دي او دغه مرکزونه د شينکى، سيورى، شاجوى، ارغنداب او نوبهار په ولسواليوکې دي .
خبرځاى زياته کړه: په دغو سيموکې دطالبانو شتون او واکمنۍ د راى ورکولو دمرکزونو د تړلو سبب شوى دى او موږ هڅه کوو چې د انتخاباتود ورځې تر را رسيدو پورې دغه مرکزونه پرانيزو او امنيت يې تامين کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته