امنیت

حامدکرزی: پرجوماتونو او د مسلمانانو پر دیني مراسمو برید له اسلام سره دښمني ده

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٨:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د کندوز ولایت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې هغه ځانمرګی برید په کلکه وغانده چې له امله یې د دغې ولسوالۍ د ولسوال شیخ صدرالدین په  گډون اته تنه  ملکي وګړي شهیدان  او شاوخوا ۱۱  نور ټپیان شول.
دغه ځانمرګی برید، نن د جمعې په سهار د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په یوه جومات کې د فاتحې د مراسمو د پرځای کېدو پرمهال ترسره شوی دی چې د دغه تروریستي برید په قربانیانوکې سپین ږیري هم شامل دي.
شیخ صدر الدین یو تکړه مجاهد او مبارز و چې تل یې هڅه کوله پخپله سیمه کې امن ټینګ او د خلکو ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا کړې.
جمهوررئیس حامدکرزي دغه ځانمرګی تروریستي برید د افغانستان د خلکو او د سولې د دښمنانو کار وباله او هغه یې په کلکه وغانده، وې ویل: په جومات کې چې د مسلمانانو د عبادت سپیڅلی ځای دی او خلک د خپلو دیني او مذهبي مناسکو او مراسمو د پرځای کولو لپاره پکې راټولیږي، د دا ډول وحشي عمل ترسره کول له اسلام  سره دښمني ده چې ترسره کوونکي به یې له الهي عذاب او د افغانستان د مسلمان ملت له کرکې او نفرت پرته بل څه ترلاسه نه کړي.
حامدکرزی د دغه تروریستي برید د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته