ورزش

رييس خان سن زي دسونکر دساليو اتم پړاو ته لاره وموندله

کابل  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دسنوکر افغان لوبغاړي رييس خان سن زي په بلغاريا کې  دسنوکر دډيرو ښو نړيوالو  سياليو اتم پړاو ته لاره وموندله .
دغه افغان ورزشکار دسنوکر په هغو نړيوالو سياليو کې چې دبلغاريا دصوفيې  په ښارکې پيل شوي  دي تراوسه پوري خپلو شپږوسيالانو ته  ماتي ورکړې ده اوددغو غوره سياليو اتم پړاو ته يې لاره موندلې ده.
هغه نن  له تايلندي ورزشکار سره سيالۍ کوي .
دغه راز دهيواد دسنوکر دملي ټيم غړي زمري اساس نن له خپل سکاتلندي سيال سره سيالۍ کوي .
باختراژانس ته داولمپيک  دملي کميټې درسنيو دمدير عبدالمحبوب سروري  دڅرگندونو له مخې   دغه سيالۍ دنړۍ له پنځوسو هيوادونو څخه دشلو تنو ورزشکارانو په ګډون دبلغاريا  دصوفيي په ښارکې پيل شوي دي چې له افغانستان څخه ددغې څانګې دملي ټيم دريو تنو ورزشکارانو پکې ګډون کړي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته