کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٩ :
دماين دشارتولو يوه دستګاه اويوه اندازه مهمات دباميانو ولايت د کهمرد ولسوالۍ له يوپټنځاى څخه ترلاسه شول.
دباميانو ولايت دامنيې قوماندانۍ ددفتر آمر څارمن احمدعلي يازاده باختراژانس ته وويل چې له دغه پټنځاى څخه دماين دشارتولو يوه دستګاه ، دپرسونل ضد اووه ماينونه ، دآر پي جي _ ٧ اووه ماينونه ، دهاوان او اګه اس سل ماينونه اويوه تومانچه ترلاسه شوې ده ، دماين دشارتولو دستګاه داسې يوه دستګاه ده چې دانډل وهلو په واسطه بريښناتوليدوي اوماينونه چوي.
ده وويل ،دغه مهمات چې دورانکارو عملونو دترسره کولو په مقصد باميانو ته ليږدول شوي و ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ داستخباراتو مديريت دپرسونل له خوا کشف شول خوپه دې تور څوک نه دى نيول شوى او څيړنې دوام لري.
امنيتي مسوولين وايي چې ځينې وختونه دکهمرد ، سيغان او شيبر ولسوالۍ دبغلان ولايت له لارې دمخالفانو تر امنيتي ګواښ لاندې نيول کيږي.
1 1 دقیقه لوستل