ورزش

دسرخ پوشانو ټيم داماني ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل باختر د سلواغې نولسمه :
دفوټبال دحذفي جام سياليو پرون په هرات ولايت کې په يوې لوبې سره دوام وکړ .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې دسرخ پوشانو ټيم دصفر په وړاندې په دوو سره د اماني ټيم ته ماتې ورکړه او ددغوسياليو وروستي نيمايي پړاوته يې لاره وموندله .
دهرات دفوټبال دحذفي جام سيالۍ دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن دجامي او دکهسان ټيمونه لوبه کوي
ديوبل خبر له مخې. دفوټسال دغوره ليګ سياليو په هرات ولايت کې په دوو لوبو سره دوام وکړ .
  دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل: په لومړى لوبه کې دغازي ټيم دڅلورو په وړاندې په اوو سره دجامي ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې دافغان ورزش ټيم ددوو په وړاندې په څلورو سره درازي پرټيم بريالى شو .
دغه سيالۍ دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې چې په دوام  يې نن دصرافانو او د اتحاد ټيمونه اودميوند او دابو الوليد ټيمونه لوبې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته