ورزش

مډال راوړونکي ورزشکاران وستايل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
مډال ړاوړونکي ورزشکارن نن د بدني روزنې او ورزش د رياست له خوا وستايل شول.
دهيواد د پانکريشن ورزشکارانو په قزاقستان کې په آسيايي جشن کې په ګډون سره د سپينو زرو د دريو مډالونو او ژيړو د پنځو مډالونو په ترلاسه کولو سره ددغو سياليو څلورم مقام وګاته.
د يوې غونډې په ترڅ کې د بدني روزنې او سپورت د رييس او د دغې ادارې د مشرتابه هيئت له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول .
دبدني روزنې او سپورت د رياست د اطلاعاتو مسوول رامين سالک د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې چې د اپريل د مياشتې په ٢٦ مه نيټه په قزاقستان کې ترسره شوې وې؛ له افغانستان څخه ٦ تنو ورزشکارانو او يوه ښوونکى ګډون کړى و.
په دې غونډه کې دولتي چارواکو، د بېلابېلو ورزشي څانګو ورزشکارو نجونو او هلکانو او د ورزشي فدراسيونونو يو شمېر رييسانو برخه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته