ښوونه او روزنه

دخرم سارباغ په ولسوالۍ کې ددوو ښوونځيو ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٠ :
دسمنګانو ولايت په خرم سارباغ ولسوالۍ کې  دسيدجمال الدين افغان او دبابه قمبر دکلي دنجونو دښوونځيو د ودانيو  د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.
دخرم سارباغ ولسوال قاري عبدالله مجاهد ددغو  دوو ودانيو دجوړولو دڅرنګوالي په باب دباخترآژانس خبريال ته وويل :  ددغو دوو ودانيو دجوړولو لګښت  اووه ويشت  مليونه او يوسلو پنځوس زره  افغانۍ کيږي چې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت او دافغانستان دبرج موسسې له خوا ورکړاى شوي دي.
دده دڅرګندونو له مخې : په دغو ودانيو کې دخرم سارباغ ولسوالۍ په مرکز کې دسيدجمال الدين افغان دهلکانو دليسې دودانۍ  جوړول شامل دي  دوولس زره متره مکعب دولتي ځمکې  په ساحه کې په دوو  پوړونو کې په پاخه  او اساسي ډول  او داوبو اوبريښنا سيستم سره  په معياري توګه جوړه شوې ده  چې څلورويشت درسي او اته اداري خونې لري .
يوه اړونده خبرځاى وويل ؛ په دويمه پروژه کې دبابه قمبر دکلي دنجونو دمنځني ښوونځي دودانۍ جوړول دي چې دغه  ودانۍ  ددرې زره متر مربع  دولتي ځمکې په  ساحه کې په يوه پوړ  کې  په پاخه او اساسي ډول  جوړه شوې ده او شپږ درسي خونې او نور ملحقات لري.
په همدې حال کې  دخرم سارباغ ولسوالۍ دپوهنې آمر محمدقاسم خرم له دغو دوو ودانيو څخه دګټې اخيستنې له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل  چې پخوا ددغو ښوونځيو زده کوونکي دلوست لپاره دځاى دنشتوالي له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان  و.
دده دڅرګندونو له مخې :  همدا اوس دسمنګانو ولايت په خرم سارباغ ولسوالۍ کې  دهلکانو اونجونو په ګډون دڅه دپاسه لسو زرو يوسلو دوه شپيتو تنو زده کوونکو په کميت ديرش ښوونځي فعال دي چې له دې جملې څخه درې ويشت ښوونځي ودانۍ لري او  اوو نور ښوونځي  بې ودانۍ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته