امنیتTOP

په پنجشېر کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر د پنجشېر په عنابې ولسوالۍ کې نن سهار د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول. د پنجشېر يوې امنيتي سرچينې باختر آژانس ته وويل چې د طالبانو بريدونه هغه وخت په شا وتمبول شول چې د عنابي ولسوالۍ په دربند سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل. هغه وويل چې د سيمې اوسېدونکو له پوليسو سره مرسته وکړه او طالبانو يې تعقيب کړل. هغه زياته کړه چې د کاپيسا په کوه بند سيمه کې درې وسله وال طالبان ونيول شول او درې نور يې وتښتېدل. ختم/ وهاج/ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته