اقتصاد

په کاپیسا کې د پیازو زېرمې جوړېږي

 کابل / د زمري۲٩مه / باختر
په کاپیسا کې د پیازو د زېرمو د جوړولو کار ٣٠ سلنه پرمخ تللی دی.
د کاپیسا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس نن باختر آژانس ته وویل چې د کرنې،  اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د زراعتي محصولاتو د مدیریت د پروژې له لارې په کاپیسا کې د پیازو ٤٠ زېرمې جوړوي.
بزګرانو د دغو زېرمو پر جوړولو خوښي وښوده او ویې ویل چې نور د دوی محصولات نه وارسته کېږي او په ښه بیه به وپلورل شي.
خبرځاي زیاته کړه چې د دغو زېرمو کار په بېړه پرمخ ځي او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به بشپړ شي.
پاى/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته