امنیت

د وسله والو مخالفينو د يوه ولسوال په ګډون لسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

-جلال اباد باختر د زمري د میاشتې ۱۵ مه
د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو طالبانو په مخامخ جګړه کې د وسله والو طالبانو تش په نامه ولسوال په ګډون لسو تنو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي باختر اژانس ته وویل چې تيره شپه وسله والو طالبانو د مومندرې ولسوالۍ پر قرارګاه او د ۲۸ ويالې پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل، چې له امله يې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او د دوی د تش په نامه ولسوال عبدالعزيز په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شول.
خوږياڼي زياته کړه چې په وژل شويو او ټپیانو کې بهرنيان هم شامل دي او د يو وسله وال طالب مړى په سيمه کې پاتې شوى دی.
د ده په وينا په دغه جګړه کې پولیسو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته