امنیت

څلورتنه وسله وال طالبان دملي اردو له ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول

کابل  باخترد   جوزا  دمياشتې  ٧ :

څلورتنه وسله وال طالبان دافغان او دايتلاف دځواکونو دچاڼيزوعملياتو په بهيرکې ووژل شول.

دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :

دغه عمليات چې د ډار اچوونکو د له منځه وړلو په مقصد پيل شوي و؛ له امله يې دوه تنه وسله وال مخالفين دکونړولايت د وټه پورې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ووژل شول اويوشمير نوريې ټپيان شول.

د زابل ولايت په سيورې ولسوالۍ کې يو وسله وال مخالف ووژل شو، يو مخالف ټپي او درې ماينونه شنډکړاى شول او د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې يو مخالف ووژل شو او يوتن ټپي شو.

ديوبل  خبرله مخې :د وسايطو ضد ديارلس ماينونه او د ٨٢ ملي متري توپ اته ويشت ګولۍ چې نوي دوسله والو مخالفينو له خوا دپکتيکا ولايت دبرملى ولسوالۍ په مربوطاتوکې دمخالفينو له خوا ځاى پرځاى  شوي و؛ دملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې کشف اوشنډ کړاى شوي.

دغه راز د وسايطو ضدپنځه ماينونه چې د ورانکارو او تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد دقندهار ولايت د ژيړۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ځاى پرځاى شوي و؛ دملي اردو دمنسوبينو له خوا کشف اوشنډکړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته