اقتصاد

دسمنګانو بڼوال دانګورو له محصولاتو څخه زيانمن شوي دي .

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
دسمنګانو سيمه ييز  مسوولان وايي په روان کال کې دتېر کال په پرتله دانګورواو محصولات  شل سلنه زيات شوي دي .
دسمنګانو دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ دادارې آمر  محمدعثمان حنفي باختراژانس ته وويل: دفيروز نخچير  او حضرت سلطان په ولسواليو  کې ددغې ادارې دسروې پربنسټ  په اووه زره څلورسوه جريبه ځمکه کې دانګورو بڼونه شته چې تېرکال  له هغو څخه يو ويشت زره ټنه انګور ترلاسه شوي وو .
هغه زياته  کړه چې په روان کال کې پنځه ويشت زره ټنه انګور ترلاسه شوي دي .
حنفي وويل:خو دانګورو بيه ټيټه شوې ده او يوکيلوانګور په اتلسو افغانيو پلورل  کېږي.
دسمنګانو دکرنې دادارې آمر دانګورودبيې  دټيټوالي  علت دپاکستان له لوري دزيات ګمرکي محصول وضع کول او دپاکستاني کلدارو  دبيې ټيټوالي وباله .
هغه زياته کړه چې دګمرکي  محصول په لوړوالي سره ددغه ولايت انګور په کورنيو بازارونوکې پلورل شوي دي اوبڼوال زيانمن شوي دي .
ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته