ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دهېواددمشهور داستان ليکوونکي ډاکتر اکرم عثمان دمړينې  په مناسبت داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس دفوق العاده استازي احمد ضيا مسعود د ډاډ ګيرنې پيغام .
په خواشينۍ سره خبر شوم چې  مشهور داستان ليکوونکى او د کابل دښارۍ او غمونو دکيسو ويوونکى ډاکتر محمد اکرم عثمان  وفات شوى دى .
که څه هم د ډاکتر عثمان نوم او يادونه ، دهغه په مړينې  سره نه غلي کيږي  بلکې  دى به په خپلو تل پاتې اثارو سره دتل لپاره ژوندى وي خو دده په مړينې سره  دفارسي  معاصرو ادبياتو  خپل يوکلک  بنسټ له  لاسه ورکړ .
زه ددغه نوميالي او فرهنګي شخصيت  دمړينې  له امله  دده درنې  کورنۍ ، دادب  او فرهنګ  خاوندانو  او ټولو فرهنګ  دوستو خلکو ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګندوم ارواښاد  ته دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه دفردوس جنت هيله  کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته