ټولنه

دهېواد داوبو دبندونو مراقبت کېږي .

کابل باختر د سلواغې دويمه :
دانرژي او اوبو وزارت  په هېواد کې  داوبو ديو ويشتو  کوچنيو او سترو بندونو د څارنې په موخه  دافغانستان دبندونو دمصوونيت دلارښود  دتدوين خبرورکړى دى .
  دباختراژانس خبريال ليکي ،.  په افغانستان کې داوبوبندونه اوږد عمر لري او زياتره بندونه کابو پنځوس کاله مخکې جوړ شوي دي او په دې دليل بايد دهغوى مراقبت وشي .
  دانرژۍ او اوبو وزارت دمسوولينو دڅرګندونوله مخې ،  ددغه لارښود  په پرانستلو سره  ددرونټې او قرغې  دبندونو دمراقبت عملي کار  پيلېږي .
ددغې پروژې لګښت  لس مليونه ډالره  اټکل شوى دى او نړيوال بانک  دهغه دتمويل  ژمنه کړې ده .
زياتره  کارپوهان  دمعياري بندونو  نشتوالي  دهېواد داوبو په  لالهاندى پورې  نسبت ورکوي .
که چيرې دانرژۍ او اوبو وزارت  ددغې لارښود  په تطبيق سره په هېواد کې د بندونو په ټينګښت لاس پورې کړي  او ددې تر څنګ  دبريښنا دتوليد ددستګاوو په جوړولو اقدام وکړي نه يواځې دهېواد  لالهاندې اوبه کنترولېږي  بلکې  دبريښنا انرژۍ  دتوليد په برخه کې  دافغانستان د  په پښو دريدو فرصت هم برابرېږي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته