نړۍ

په کويټې ښارکې چاودنه

کويټه دي دان – باختر د زمري دمياشتې ٦
دپاکستان دبلوچستان ايالت دمرکز کويټې ښار دقندهاريانو په بازار کې دچاودنې له امله پرون دوه تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول.
باختر آژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ.
چاوديدونکي توکي ددغه بازار يو دوکان ته څيرمه ځاى پرځاى شوى و او هغه وخت وچاوديد چې بازار داختر د اړتياو دپيرودنې په خاطر له خلکو څخه ډک و .
ددغې پيښې ټپيان دکويټې ښار ملکي روغتون ته ليمدول شوي دي او په دغه روغتون کې بيړنۍ حالت نافذ شوى دى په يوه جلا پيښۀ کې د کويټې ښار په سرياب رود کې دوه تنه دناپيژندل شويو وسله والو کسانو د ډزو له امله ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته